کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي، د یوه سوداګر دوه اولادونه چې څو ورځې مخکې د کابل ښار له کارته سخي سیمې تښتول شوي وو، ژغورل شوي او په تړاو یې یو انسانتښتوونکی نیول شوی دی.
دغه خبر د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
هغه لیکلي: «د کابل ا.ق د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست پولیسو د یوه سوداګر دوه اولادونه چې غلو څو ورځې وړاندې د کابل ښار کارته سخي سیمې څخه تښتوولي وو، آزاد او خپلې کورنۍ ته یې وسپارل.»
هغه لیکلي چې یادې پېښې په تړاو یو انسانتښتوونکی نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن