کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له شپږو ملي او نړۍوالو موسسو سره د ۸،۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اته هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړه لیکونه نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د یاد وزارت کفیل شیخ مولوي عبدالبر او د یادو موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.
په دغو موسسو کې د اغانخان بنسټ، همبستګي موسسه، د افغانستان تعاون مرکز موسسه، له کڼو او معلولینو د ملاتړ موسسه او د سکیټ بورډ ټریننګ موسسه شامل دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمدیوسف امین د هوکړو لاسلیک مراسمو کې وویل، له شپږو ملي او نړۍوالو مؤسسو سره یې د ۸،۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت چې معادل ۶۳۲ میلیون افغانۍ کېږي اته هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
دی وايي، یادې موسسې به د دغو هوکړهلیکونو له مخې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۳۵ زره او ۴۶۰ کسانو ته به په کابل، بلخ، بامیان، تخار، کندوز، غزني، بغلان، سمنګان، پروان، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د کار زمینې برابروي.
دغه راز، د موسسو په استازیتوب د اغا خان بنسټ استازي عبدالضیا نوري وویل چې اوس هم افغانستان کې بېکاري موجوده ده.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې شته موسسېچې دا مهال فعالیت کوي، خپله دنده بولي چې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره اوږه په اوږه کار وکړي څو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي ژمنه وکړه، د یادو هوکړهلیکونو له مخې به پروژې په ښه او شفافه توګه پلې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر لمریز کال د کب میاشتې په ۱۶مه هم له پنځو ملي او نړۍوالو موسسو سره د څه باندې ۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اووه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن