مزارشریف (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله پنځه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د شولګرې ولسوالۍ په حسنعلي سيمه کې د یوه پيکنيک او کرولا موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
سرچینه وايي چې په دې پېښه کې پنځه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، ټپیان د امنیتې ځواکونو له خوا د مزارشریف د ابوعليسینا بلخي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، یوازې په تېره یوه میاشت کې د بلخ د مرکز مزارشریف - حیرتان پر لویه لار ۳۶ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۲۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP