کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ا.ا ویاند خیبرپښتونخوا کې پر چینایي وګړو د برید په تړاو د پاکستان اعلامیې ته په غبرګون ویلي، دغه مساله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او په دې اړه د پاکستان څرګندونې د افغانستان او چین ترمنځ د باور له منځه وړلو هڅه ده.
د راپورونو له مخې، د روان کال د وري په اوومه د خیبرپښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه برید کې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی ووژل شول.
وړمه ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي کابل ته په سفر کې، خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د وروستي برید په اړه خپلې موندنې له افغان چارواکو سره شریکې کړې او د عاملینو په نیولو کې یې له افغانستان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په اشاره ویلي، دغه مساله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او په خبره یې پاکستان باید خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.
هغه ویلي: «پاکستان کې د چینایي وګړو موخه ګرځول پاکستان پورې اړه لري او افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري او راپور چې پاکستان خپور کړی د افغانستان او چین ترمنځ د باور له منځه وړلو هڅه ده، موږ بیا بیا دغه رد کړی او غیر منطقي ده.»
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي هم د غویی په ۱۹مه ویلي وو چې د چینایي اتباعو وژل کېدل د پاکستان امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حملهکوونکو سره همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی، د دغو ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ده او په کلکله یې ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP