ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې چاودنې څلور پاکستاني سرتېري وژلي او درې نور ټپیان دي

خیبر پښتونخوا کې چاودنې څلور پاکستاني سرتېري وژلي او درې نور ټپیان دي

author avatar
1 Jun 2024 - 10:24
خیبر پښتونخوا کې چاودنې څلور پاکستاني سرتېري وژلي او درې نور ټپیان دي
ارشیف
author avatar
1 Jun 2024 - 10:24

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو په جاني‌خېلو سیمه کې د پاکستان ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بي‌بي‌سي تېره ورځ راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د بنو په جاني‌خېلو سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې.

راپور کې راغلي، په دې پېښه کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ځینو ځایي رسنیو د چارواکو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي چې د امنیتي‌ ځواکونو درې موټر جاني‌خېلو ته په ګزمه روان وو چې ‘سرې بنګلې’ سیمې ته نږدې پرې چاودنه وشوه.‌

په پېښه کې ټپي سرتېري د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دی ویل شوي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.