ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د نیزې‌وهنې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

غزني کې د نیزې‌وهنې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د شلو ورزشکارانو ترمنځ د نیزې‌وهنې سیالۍ پيل شوې.

د غزني د ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز اړوند د سفندې دښته کې د ۲۰ تکړه ورزشکارانو ترمنځ د نيزې‌وهنې سیالۍ د یوې ورځې لپاره پیل شوې.

هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کېږي.

بل لور ته، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

یوه لوبغاړي روح‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د نیزه‌وهنې په دې سیالیو کې یې ګډون کړی دی.

هغه وايي: «د ورزش اداره دې موږ ته معیاري ډګرونه جوړ کړي، څو په ډاډه زړه اسونه وځغلوو او هم دې ته زمینه برابره کړي چې د هېواد نورو ولایتونو او له هېواده بهر سیالۍ ترسره کړو.»

د یادونې ده، نیزه‌وهنه د افغانستان یوه له دوديزو لوبو ده چې د غزني ترڅنګ په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.