ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي

کونړ کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي

author avatar
2 Jun 2024 - 16:11
کونړ کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي
author avatar
2 Jun 2024 - 16:11

اسعداباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کونړ امنیتي مسوولین وایي  نن د دغه ولایت د مرکز اسعداباد ښار لومړۍ حوزې مربوطاتو  کې د یوه ځای  پرځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنيې قومانداني د مطبوعاتو مسوول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د اسعداباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند کرهالې پله ته څېرمه د یوه هوټل مخې ته ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې ده.

هغه وویل: «نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه‌نیمې بجې د اسعداباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کرهالې پل ته څېرمه د یوه هوټل مخې ته د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله څلور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.»

هغه زیاتوي، ټپيان په وخت ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د چاودنې مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.