Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

فیروزکوه (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یوه موټرسایکل چپه کېدو له امله یوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن سهار د دغه ولایت د دولینه ولسوالۍ په یکه‌بید کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یوه کس غوښتل پر موټرسایکل له یوه کلي بل کلي ته ولاړ شي، موټرسایکل یې په لاره کې له سړکه وتلی چې په پایله کې یې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی، خپله او دوه ماشومان یې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پېښې ټپیان د امنیتي کسانو له لوري د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي د ډېرو ترافیکي پېښو لاملونه ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.