ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي: سختې اقتصادي ستونزې لرو خو دا چې په امن کې ژوند کوو خوشحاله یو

د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي: سختې اقتصادي ستونزې لرو خو دا چې په امن کې ژوند کوو خوشحاله یو

author avatar
2 Jun 2024 - 15:06
د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي: سختې اقتصادي ستونزې لرو خو دا چې په امن کې ژوند کوو خوشحاله یو
author avatar
2 Jun 2024 - 15:06

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د هلمند لوېدیځ کې د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر هغه اوسېدونکي چې د تېرو جګړو له امله بې‌ځایه شوي وو او اوس بېرته خپلو سیمو ته تللي، وايي، که څه هم اقتصادي ستونزې لري خو دا چې په امن کې ژوند کوي خوشحاله دي.

د یادې سیمې یو اوسېدونکی ۳۰ کلن سیدګل پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې جګړو زور واخیست، اړ شول کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: «یوازې مو د کورنۍ غړي ایستل، د کور ټول سامانونه مو دلته پاتې وو، هغه هم چور شوي وو، ډېرې سختې ورځې او شپې مو تېرې کړې، اوس خو شکر ارامي ده، هغه وخت نو دوست او دښمن نه معلومېدل، کورونه مو ټول چپه شوي وو، اوس مو تازه بېرته یو څه رغولي، اقتصاد مو هم ډېر خراب دی.»

سیدګل دغه راز د خپلو خبرو په دوام وویل: «دلته مرسته چا نه کوله، هر څوک خپل د ځان په غم کې و، ورور له ورور سره همکاري نه کوله، هر څه ګډوډ وو، دوه کاله دغه سیمه محاصره وه، د خلکو شتمني او هرڅه لوټ شوي وو.»

 ورته مهال، د یادې ولسوالۍ د زرغون کلي یو اوسېدونکی محمدنبي وايي، د تېرو جګړو پر مهال یې د یوه ورور او زوی په ګډون د کورنۍ څو غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: «د تېر حکومت پر مهال زیات تاوانونه رااوښتي، زوی مې شهید شو، ورور مې له لاسه ورکړ، ورېرونه او خوریان مې له لاسه ورکړي، شتمني مي له منځه تللې، کورونه مو نړېدلي، پنځه کاله مې لښکرګاه کې د کډوالۍ ژوند تېر کړی، د جګړو له امله.»

محمدنبي زیاتوي، د اسلامي امارت په راتګ یې اوس د ارام ساه اخیستې ده.

د یادې ولسوالۍ مرستیال ملامحمد اخند پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅې یې پیل کړې چې د دې ولسوالۍ له هغو اوسېدونکو سره مرستې وکړي چې د تېرو کلونو جګړو له امله زیانمن شوي دي.

هغه زیاته کړه: «اوس په یاده ولسوالي کې د خلکو امنیت او عزت خوندي شوي، یوه خبره چې د وچکالۍ وه هغه هم سږ کال کې ان‌شاالله د حل کېدو په حال کې ده، خو بیا هم د اسلامي امارت مشران هڅه کوي هغه کورنۍ چې د تېرو جګړو پر مهال زیانمنې شوې دي، مرستي ورسره وکړي.»

نادعلي ولسوالي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د جګړي لومړۍ کرښه بلل کېده له هر ډول پرمختیايي چارو څنډې ته پاتې شوې او اوسېدونکي یې د بیارغونې، روغتیا، ښوونې او روزنې او کرنې برخو کې د خدماتو غوښتنه کوي.

 د دې ولسوالي په مرکزي سیمه کې داسې کورنۍ هم شته چې کلونه یې د جګړو له امله خپل کورونه پرېیښي وو او نورو سیمو ته ګډه شوې وې.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.