نیلي (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ خلکو په شخصي لګښت ۵،۵ کیلومتره سړک جوړ کړی دی.
د دایکنډي د اشترلي ولسوال مولوي عبدالسلام مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر دغه نوي جوړ شوي سړک یو میلیون او ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه وویل، دا سړک ۵،۵ کیلومتره اوږدوالی او پنځه متره پلنوالی لري چې د دهن جنګان له سیمې تر چکه جنګان پورې غځېدلی دی.
هغه وویل چې د دغه سړک لګښت د جنګان د شپږو شوراګانو د اوسېډونکو له خوا ورکړل شوی دی.
نوموړي دغهراز زیاته کړه چې شاوخوا زر کورونه په مستقیمه توګه له دغه سړکه ګټه اخلي.
په دغه حال کې، د اشترلي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالکریم پژواک ته وویل چې دوی په دې وروستیو کې ډېرو ټولګټو کارونه ته مخه کړې او له تېر کال راهیسې یې لسګونه کیلومتره سړکونه په خپلو شخصي لګښتونو جوړ کړي دي.
هغه وویل، د اشترلي لارې ډېرې سختې دي او په ډېری سیمو کې یې سړکونه نشته.
د هغه په خبره، خلک د سړکونو نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، نو پرېکړه یې کړه چې دوی خپله باید سړک جوړ کړي.
ده وویل چې اوس د دغه سړک په جوړېدو سره د تګ راتګ برخه کې ستونزې یو څه حل شوې دي.
نوموړي دې برخه کې د دولت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په اشترکي ولسوالۍ که د خلکو په شخصي لګښت ۲۲ کیلومتره سړک جوړ شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP