ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

author avatar
3 Jun 2024 - 04:32
زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه
author avatar
3 Jun 2024 - 04:32

زابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په ميزانه ولسوالۍ  کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د زابل ولایت د مقام مطبوعاتي مسوول صدیق الله وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده دښمني چې د حقوقی موضوع پر سر ديارلسکاله وړاندې په میزانه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه یوه تن په کې خپل  ژوند له لاسه ورکړی و او له دواړو لوریو څخهپه کې څو تنه ټپیان شوي وو.

هغه وویل، تېره ورځ د زابل ولایتي مسوولینو، د سیمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړیتوب د دې دښمنۍ دواړهښکېلې خواوي سره کښېنول شوه او تر منځ یې روغه جوړه وشوه.

د هغه په خبره، په دغه دښمنۍ کې ښکېلو دواړو اړخونو هم خوښي وښودله چې د علماوو، قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په هڅو ددوی تر منځ دښمني له منځه لاړه او نور به په وېره کې ژوند نه تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته د هېواد په کچه سلګونه لویې او وړې دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوېدي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.