Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې څلور تولیدي شرکتونه د غیرمعیاري فعالیت له امله تړل شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو تولیدي شرکتونو څارنه پيل شوې او تر اوسه څلور یې د غیرمعیاري فعالیت له امله تړل شوي دي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي پژواک ته وویل، دغه څارنه یې د ولسي وګړو د پرله‌پسې شکایتونو له امله پيل کړې ده.

صدیقي زیاتوي: «دغه څارنه د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د یوې کمېټې له لوري پیل شوې ده چې له ۲۶ تولیدي شرکوتونو څخه تراوسه پورې څارنه شوې ده او له یاد شمیر څخه یې ۴ د خوراکي او غیري خوراکي توکو شرکتونه چې له معیار سره برابره یې خوراکي او غیري خوراکي توکي نه تولیدل تړل شوي دي.»

هغه همدارنګه وایي، د کالیو مینځلو د یوه تولیدي شرکت دوه سوه کارتنه صابون او شامپو یې د دې لپاره ضبط کړي چې بې کیفیته صابون، شامپو او د کالیو مینځلو واسلین یې تولید او بازار ته وړاندې کړي وو.

لوګر کې د پاپړو د تولید یوه شرکت مسوول جاوېد پژواک ته وویل، خوښ دی چې حکومت له خصوصي تولیدي شرکتونو څخه څارنه پیل کړې ده.

هغه وایي، داسې شرکتونه شته چې هيڅ ثبت او راجستر نه دي او هره ورځ بازار ته بې‌کیفیته توکي د پلور په موخه وړاندې کوي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي سمسور ستانکزي پژواک ته وویل، صنعت او سوداګرۍ ریاست دې هغه شرکتونه مجازات کړي چې له دې وړاندې یې بې‌کیفته خوراکي او غیرخوراکي توکي بازار ته وړاندې کړي دي.

نوموړی وړاندیز کوي چې له خوراکي او غیرخوراکي توکو تولیدي شرکتونو دې په دوامداره توګه څارنه وشي څو بې‌کیفیته توکي بازار ته وړاندې نه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.