جلالاباد (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې يې د سویابين د کښت هڅې پيل کړې چې ټاکل شوې سږ کال په بېلابېلو ولسواليو کې پر ۱۰۴ جريب ځمکه سويابين وکرل شي.
د ننګرهار کرنې رياست مسوولين وايي، د خوړو او زدهکړو نړۍوالې ادارې (NEI) په همکاري يې نن د درېيو ولسواليو پر ۲۰۴ کروندګرو د سويابين تخم او دوه ډوله سره په وړيا ډول وېشلي دي.

د یاد رياست وياند اجمل سبحاني د غبرګولي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د کوټ، کوز کونړ او شینوارو ولسوالیو پر ۲۰۴ کروندګرو د سویابين د ترويج په موخه تخم او سره وېشل شوي دي.
هغه زياته کړه، د خوړو او زدهکړو نړۍوالې ادارې په ملاتړ پر ۱۰۴ جريب ځمکه باندې سويابين کرل کېږي چې ټولو کروندګرو ته ۱۲۴۸ کيلوګرامه د سويابين تخم، ۱۸۵۷ کيلوګرامه توره سره او ۵۲۰ کيلوګرامه سپينه سره ورکړل شوي دي.
نوموړي وويل: «هر بزګر ته شپږ کيلو د سويابينو تخم، نهه کيلو توره او درېنيم کيلو سپينه سره ورکړل شوه چې موخه ترې په دې ولسوالیو کې د سويابينو رواجول او د بزګرانو اقتصاد ښه کول دي.»
کروندګر هم د سويابينو کښت ته هيلهمن دي او وايي، که بازار موندنه ورته وشي، دا به ورته ډېر ګټور تمام شي.
زرګل چې د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پر خپله ځمکه يې د لومړي ځل لپاره د سویابينو د کښت تابيا نيولې، وايي، هيله يې دا ده چې حکومت د بازارموندنې برخه کې هم ورسره مرسته وکړي.
سویابین یو له ستراتیژیکو کرنیزو محصولاتو څخه دي چې په خپل وجود کې د لوی مقدار پروتينو، اومېګا غوړیو او امينو اسيدونو په درلودلو سره د مصرفوونکو روغتیا لپاره ګټور دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP