Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اندونیزیا افغان ځوانانو ته تحصیلي فرصتونه برابروي

کابل (پژواک، ۱۴ غبرکولی ۱۴۰۳): د اندونیزیا د هلال احمر او جوماتونو شورا رییس د رياست‌الوزراء له اداري مرستيال سره په لیدنه کې افغان ځوانانو ته د تحصیلي فرصتونو برابرولو ترڅنګ د افغانستان کانونو استخراج برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د اندونیزیا د هلال احمر او جوماتونو شورا رییس او د دغه هېواد د ولسمشر له پخواني مرستیال محمدیوسف کالا او مل پلاوي سره کتلي.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې چې تېره ورځ ترسره شوه، محمدیوسف کالا په افغانستان کې د ترسره شوو مهمو کارونو او پرمختګونو په اړه خوښي وښوده.

هغه له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړی او زياته کړې یې ده: «موږ په مختلفو په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې او د کانونو استخراج برخو کې د پانګونې غوښتونکي يوو، چې په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هر اړخيزو همکاريو ته اړتيا شته.»

نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت د خپل هېواد ستونزې په داسې ډول حل کړي چې نورو هېوادونو ته یو ښه مثال ګڼل کېږي.

کالا، د اندونيزيا دولت له لوري ځوانانو ته د تحصيلي فرصتونو برابرولو خبر ورکړ او ویې ويل: « په بین‌المللي غونډو کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات مطرح کېږي چې دغه موضوع حقيقت نه لري او موږ يې له نږدې وينو.»

ارګ ویلي، په دې کتنه کې د رياست‌الوزراء اداري مرستيال هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان ملت سره د اندونيزيا د دولت او خلکو د مرستو او همکاريو مننه وکړه.

حنفي، د سرتاسري امنیت تامین، د نشه‌يي توکو د کر، قاچاق او استعمال مخنيوی، د اداري فساد له منځه تلل، د ماشومانو او ښځو په ګډون د روږدو کسانو ټولول، د يتيمانو او کونډو لپاره د کفالت ټاکل او د ګاونډيو هېوادونو له لوري د اخراج شوو له دوه ميليون زياتو کډوالو مديريت، لېږد او ځای پر ځای کول د اسلامي امارت لاسته راوړنې وبللې او زياته يې کړه، د هېواد په مختلفو برخو کې زیاتې کوچنۍ او لويې پروژې د تطبیق په حال کې دي.

هغه ویلي، داسې کسان شته چې د افغانستان حقايق پټوي او نورو ته ناسم معلومات رسوي، خو اسلامي امارت د دغه هېواد پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

حنفي په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د اندونيزيا د پانګونې هرکلی وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول اندونيزيا سره د ښو او نیکو اړيکو غوښتونکی دی او د دغه هېواد سوداګرو او پانګه‌والو ته به ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم له محمدیوسف کالا سره په کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.