جلالاباد (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار او د تورخم کډوالو کمپ کې د ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو درې شبکې جوړې او د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کليو پراختیا او بيارغونې ريیس مولوي قسمتالله مبارز د غبرګولي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د يونیسف ادارې د نهه اعشاریه درې ميليون افغانيو په لګښت د تورخم په عمري کمپ کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.
هغه زیاته کړه، د تورخم عمري کمپ اوسېدونکو پاکو اوبو ته جدي اړتيا درلوده چې د دې شبکو په جوړېدو د هغوی دا ستونزه هواره شوه.
هغه دغه راز وويل، د پاکو اوبو رسولو یادې شبکې د سل زره لېترو په ظرفيت د اوبو ذخيرې، ۸۶ شيردهنونه او پنځه د اطفايې والونه لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغو شبکې ته د خيريه بنسټونو له لوري دوه ژورې څاګانې هم جوړې شوې او د شاوخوا دوولس کيلومتره مربع ساحه کې د سولري برېښنا په وسیله د کمپ اوسېدونکو ته اوبه ورکوي.
د یو بل خبر له مخې، د جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې هم د درې اعشاریه دوه میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه.
د جلالاباد ښاروالۍ ویاند بختيجان مراد پژواک ته وويل، د ملګرو ملتونو د یو اېن هبیتات ادارې د درې اعشاریه دوه میلیون افغانيو په لګښت د اتمې ناحیې په وچ تنګي ګذر ساحه کې د اوبو ذخيرې او د لمريزې برېښنا سیستم جوړ شو.
د هغه په وينا، د څښاک اوبو د دې شبکې په جوړېدو سره ۶۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې په جوړېدو خوښي وښوده او د نورو ورته پروژو د تطبیق غوښتنه يې وکړه.
دغه راز، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د زابل سیوري ولسوالۍ په بدین کلي کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو د چارو د پيل خبر ورکړ.
د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته د دغه ولایت د سیوري ولسوالۍ په بدین کلي کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.
خبرپاڼه کاږي، په یاده شبکه کې د ۴۰ مترمکعب په ظرفیت د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول او د ۴۲۳۲ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د بدین کلي ۳۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن