کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغه اقدام چې د ا.ا نوم یې د ترهګریزو ډلو له لېسته ایستلی هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو پر وړاندې د شته خنډونو لرې کېدو برخه کې مهمه ده.
د قزاقستان ولسمشر تېره ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو په موخه د طالبانو نوم د ترهګریزو ډلو له لېسته حذف کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې ویلي چې اسلامي امارت د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژومارت توکایف د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د اسلامي امارت د نوم حذف کېدو هرکلی کړی دی.
سرچینې لیکلي، د بهرنيو چارو وزارت دغه اقدام د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې يو مهم پرمختګ او د دوه اړخيزو اړيکو کچې لوړولو برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل ګڼي.
په اعلامیه کې راغلي چې قزاقستان په سيمه کې د افغانستان مهم سوداګريز او ترانزيټي شريک دی او دغه پرېکړه به په دوه اړخيزو اړيکو کې پرمختګ او لا زياتو اقتصادي همکاريو ته لار پرانيزي چې د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن