Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې نږدې سل جریب کوکنار له منځه وړل شوي

فراه ښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنارو ۹۸ جریب کښت او ۱۵۹۳ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې چې د فراه امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

سرچینه وايي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د پرچمن ولسوالۍ په تجبین، دوزخ، دره خرس او خانه واولیه سیمو کې ۹۸ جریب د کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوی دی.

دغه راز، خبرپاڼه کې راغلي چې د بکواه ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شاګي سیمه کې ۱۵۹۳ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او سوځولي دي.

بل لورته د پرچمن ولسوالۍ یو کروندګر حمیدالله که څه هم د حکومت د دې کړنې ستاینه کوي خو وايي چې ډېر کروندګرو د کوکنارو له کښت څخه خپل ورځني اقتصادي ستونزې حل کوي.

هغه وايي، اوس چې حکومت دغه کښتونه له منځه وړي، باید کروندګرو ته پر بدیلو لارو چارو او کاروبار فکر وکړي.

د یادونې ده چې دوه اونې مخکې هم د فراه په پرچمن او بکواه ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۰۹ جریب کښت او ۲۴۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.