اسعداباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د نورستان ځایي مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت وانټوایګل ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله د کرونا ناروغۍ درملنې مرکز په بشپړ ډول سوځېدلی او د یوه ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د نورستان د عامې روغتیا ریاست ویاند سمیعالله عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ماذیګر پنځه بجې وانټوایګل ولسوالۍ کې د کرونا ناروغۍ درملنې مرکز کې اور لګیدلی چې له امله یې یاد مرکز په بشپړ ډول سوځېدل دی.
هغه زیاته کړه، د یاد مرکز ټول وسایل سوځېدلي او د مرکز په څنګ کې د دې ولسوالۍ د هلکانو لېسې ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.
نوموړي وویل: «د وانټوایګل ولسوالۍ په کرونا سنټر کې د اورلګېدنې له امله ټول روغتیایي توکي او تجهیزات لهمنځه تللي او ترڅنګ یې د هلکانو لېسې د ودانۍ یوه برخه هم زیانمنه شوې ده.»
د هغه په خبره، دې اورلګېدنې شاوخوا درې ساعتونه دوام وکړ چې وروسته د ځايي خلکو او امنیتي مسوولینو په هڅو مهار شوه.
تر اوسه د یادې پېښې لامل او د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن