غزني (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): غزني کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کانګفو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.
په دې اړه د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کانګفو په دې سیالیو کې د غزني د مرکز او ولسوالیو له بېلابېلو کلبونو ۱۵۴ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ د درېیو ورځو لپاره د تنکي ځوانان، ځوانان او لویانو ترمنځ ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، د یادو سیالیو په پای کې به ۲۰ کسان د غزني د کانګفو منتخبې لوبډلې په توګه وټاکل شي.
بل لور ته، لوبغاړي هم د یادو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
یوه لوبغاړي معشوق پژواک ته وویل چې د یادو سیالیو ترسره کېدو ته ډېر خوښ دی خو ټینګار یې وکړ چې حکومت باید ورزشکارانو ته اړینې اسانتیاوې او له هېواده بهر سیالیو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، تېر کال په غزني ولایت کې د ۲۴ ولایتونو د سلو ورزشکارانو ترمنځ د کانګفو سیالۍ ترسره شوې وې.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن