Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عدليې وزارت: کابل کې څه باندې ۵۵ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د عدليې وزارت وايي چې د ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په کابل ښار او ولسواليو کې څه باندې ۵۵ زره جریب امارتي ځمکه له «غاصبانو» راګرځولې او اړوندو ادارو ته يې سپارلې ده.

د عدليې وزارت د وياند قاري برکت‌الله رسولي پر اېکس‌پاڼه خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپل فعالیت له پیله راهيسې د کابل ښار په بېلابېلو برخو او ولسواليو کې څه باندې ۵۵ زره جریب امارتي ځمکه له تثبيت او تشخيص وروسته له غاصبانو استرداد کړې او اړوندو ادارو ته يې سپارلې ده.

سرچینه زیاتوي: «په دغو ځمکو کې د ملا تره‌خېل ښارګوټي څه باندې ۳۷ زره جريب ځمکه، د نادرخان تپې د ساحې ٢٦٠٠ جريب ځمکه، د ده‌کیپک تپې ۵۵۵ جريب ځمکه او د کابل په بېلابېلو برخو کې زرګونه جریبه نورې ځمکې شاملې دي. د ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په کابل او ولایتونو کې د ښارګوټو د بررسۍ په حال کې دی او په دغـو ښارګوټو کې د امارتي ځمکو د غصب په صورت کې يې استرداد کوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، له دې جملې د کابل ښار په اتمې او دوویشتمې ناحيو کې د درېيو ښارګوټو ځمکې چې د میرویس ښارګوټی، د سید جمال‌الدين ښارګوټی او د ځاځي ښارګوټی په کې شامل دي، د امارتي غصب شوو ځمکو قضيو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پرېکړې پر اساس شخصي تثبيت شوي او په شاوخوا کې يې پرتې امارتي ځمکې له هغو جلا شوې دي.

سرچینه زياتوي، کمېسیون پر دغو ځمکو کومه ادعا نه لري او مالکان یې کولای شي د ښاري پلان له مخې او د ښار جوړولو له وزارت او کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ په دغو ښارګوټو کې کار او ساختماني چارې تنظیم کړي او پر مخ یوسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.