پاراخ (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): په ۱۹مه داوطلبۍ کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي ۳۲۱۵.۴ زمرد په ۱۷۶ زره او ۸۶۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، اروزګان، بغلان، کندهار، هلمند، لوګر او ننګرهار ولایتونو ۱۲۰ سوداګرو ګډون کړی و.
امیري زیاته کړه چې یاده اندازه زمرد د پنجشېر لومړۍ حصې ولسوالۍ له ۱۱ کانونو استخراج شوي وو.
پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د تېر کال د زمري میاشتې په لومړیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۱۹ ځلې د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له ډلې یې د ۵۰۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۷ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن