غزني ښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یو کس په یوې څاه کې د ګازنیونې له امله مړ شو دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ پژواک خبري آژانس ته په یوې رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، نن د واغظ ولسوالۍ د څرۍ په کلي کې یو کس په یوې څاه کې بند پاتې شوی او هلته ګاز نیولی و.
سرچینه زیاتوي، د پېښې ځای ته د واغظ ولسوالۍ امنیتي کسانو پر وخت ځانونه رسولي، یاد کس یې له څاه ژوندۍ را ایستلی و خو روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP