ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د نورګل یو شمېر اوسېدونکي په شخصي لګښت د خپلې سیمې ۱۲ کیلومتره سړک جوړوي

د کونړ د نورګل یو شمېر اوسېدونکي په شخصي لګښت د خپلې سیمې ۱۲ کیلومتره سړک جوړوي

author avatar
4 Jun 2024 - 13:52
د کونړ د نورګل یو شمېر اوسېدونکي په شخصي لګښت د خپلې سیمې ۱۲ کیلومتره سړک جوړوي
author avatar
4 Jun 2024 - 13:52

اسعداباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اریت سیمه چې د موټرو د تګ راتګ هیڅ لاره نه لري، اوسېدونکو یې په شخصي لګښت د ۱۲ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د مزار درې د اریت سیمې اوسېدونکي وایي، د قومي پرېکړې له مخې یې په شخصي لګښت خپلې سیمې ته د سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.

د دې سیمې یوه قومي مشر ګل‌عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، د حکومتونو نه پاملرنې له امله اړ شوي چې د خپلې سیمې سړک جوړولو ته ولسي حشر وکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ یوه غرنۍ سیمه ده، اوسېدونکي یې د سړک له نعمته بې‌برخې دي، مونږ خپل ناروغان په ډېر کړاو د څارویو په وسیله د ولسوالۍ تر مرکزه رسوو او ناروغان مو ډېر وخت د لارې په اوږدو کې د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.»

نوموړی وايي، د تېر حکومت پر مهال یې څو ځله له چارواکو غوښتي چې د دوی سیمې ته سړک جوړ کړي، خو په خبره یې چې چا یې غږ نه دی اورېدلی.

ورته مهال، د یادې سیمې یو بل قومي مشر امانت‌الله وایي، کیلوالو یې د خپلې سیمې سړک جوړولو لپاره د خپلو کورونو توکي او څاروي پلورلي دي.

هغه وویل: «موږ ډېر بې‌وزله خلک یو، په غرنۍ سیمه کې ژوند کوو، د چا چې څومره وس کېږي، هغوی د سړک جوړولو کې برخه اخلي او پیسې راوړي، ځینو مېرمنو حتی خپل زیورات خرڅ کړل او پیسې یې سړک ته وقف کړې، دوولس کیلومتره سړک دی چې ان‌شاءالله ډېر ژر به یې جوړ کړو.»

د نوموړي په خبره، د دغه سړک ډېره برخه په یوه لوړ غره کې تېریږي چې د جوړولو او هوارۍ لپاره یې ماشینرۍ ته اړتیا ده، خو زیاتوي چې د سیمې خلک یې د لګښت توان نه‌لري.

هغه له حکومت، مرستندویه ادارو او بډایه هېوادوالو غواړي چې د یاد سړک په جوړېدو کې ورسره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د یادې ولسوالي مرستیال مولوي عبدالمالک وايي، د اریت سیمې اوسېدونکي د سړک نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل: «د نورګل ولسوالۍ اړوند شوماش، سهیل تنګي او غازي‌اباد درو ته ولسي خلکو سړکونه جوړ کړي، خو د اریت درې اوسېدونکو اوس خپلې سیمې ته په شخصي لګښت د سړک جوړولو چارې پېل کړې دي، زموږ هڅه دا ده چې له اړونده اداره سره خبرې وکړو او مرسته ترې وغواړو.»

خو بل لور ته د دغه ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي د اریت سیمې له اوسېدونکو سره د ماشینرۍ او وسایلو برخه کې همکاري وکړي.

د یاد ریاست رییس قاري قدرت‌الله معاذ وویل: «موږ د ولسي خلکو هڅې ستایو چې په خپل شخصي لګښت سړک جوړوي، زموږ په توان کې چې څه وو، مرسته ورسره کوو، سکواټر او نورو وسایطو ته چې اړتیا لري، ورکوو یې.»

د یادونې ده، د تېرو کلونو جګړو او ناامنیو له امله د هېواد د نورو سیمو په ګډون د کونړ ولایت په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د بیارغونې پروژې نه دي پلې شوې او په ډېرو سیمو کې خلک د سړکونو نشتون ترڅنګ له ګڼو نورو اساسي اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.