Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د دغه هېواد له مشر محمد بن زاید النهیان سره کتلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لویرئیس، ملا عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کې دمتحده عربي اماراتو له مشر له شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.

هغه لیکلي، سراج‌الدین حقاني دیو پلاوي په مشرۍ چې د اسلامي امارت د استخباراتو لوی رئیس، ملا عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوي،یاد هېواد ته سفر کړی.

 د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو وروسته دا د خلیفه سراج الدین حقاني له هېواده بهر لومړی رسمي سفر شمېرل کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.