کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د کابل کرکټ غوره لیک شلاوریزه سیالیو دویم پړاو نن په کابل کې پیل شو چې اووه ورځې به دوام ولري.
د کابل غوره لیګ سیالیو د رسنیو مسوول رحمتالله امیرزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نننۍ پیل شوې سیالۍ به د روانې جون میاشتې تر ۱۱مې دوام ولري.
نوموړی وایي، په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه لري چې په کې د کرکټ ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو ملي لوبډلې او د کورني کرکټ لوبغاړي لوبېږي.
هغه زیاته کړه چې تېر کال په دغه لیګ کې پنځو لوبډلو برخه درلوده، خو سږ کال په کې شپږ لوبډلو برخه اخیستې ده.
دغه سیالۍ د کابل ښار ۱۲مې ناحیې په احمدشاه بابا مېنه کې د ایوبي سپورټ کمپلکس کې ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې (کابل نایټ رایډرز، بند امیر سټارز، شمشاد بازان، شاهین هنټرز، کابل زلمي او سپین غر واریرز) شاملې دي.
د یادونې ده، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د کابل رایډرز او بند امیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP