Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شل‌اوریز نړۍوال جام: افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې یوګاندا ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې یوګاندا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.

نننۍ سیالي چې په ويسټ‌انډيز کې ترسره شوه، بچه یې د یوګاندا لوبډلې وګټله او د افغانستان پر وړاندې یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې.

د افغانستان د پیل توپ‌وهونکو رحمن‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پیل وکړ، دواړو اوږده ملګرتیا وکړه او داسې اټکل کېده چې افغان لوبډله به له ۲۰۰ منډو پورته هدف وټاکي، خو د دوی له سوځېدو وروسته نورو لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه او هدف یو څه کم شو.

په توپ‌وهنه کې رحمن‌الله ګربز ۷۶، ابراهیم ځدراڼ ۷۰ او محمدنبي ۱۴ منډې وکړې.

په مقابل کې افغان توپ‌اچوونکي ښه وځلېدل او د یوګاندا ټوله لوبډله یې په ۱۶م اوور کې په ۵۸ منډو وسوځوله او د ۱۲۵ منډو په توپیر یې ماته ورکړه.

همدارنګه په توپ‌اچونه کې د افغانستان له لوري فضل‌الحق فاروقي پنځه، نوین‌الحق  او راشد خان دوه  دوه او مجیب‌الرحمن یو لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، افغانستان به خپله دویمه لوبه د جون میاشتې په اتمه له نیوزلینډ سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.