کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، په جوزجان ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو د یوه خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي او هغه اوازې ناسمې دي چې دغه کسان د قوشتېپې کانال کارکوونکي دي.
د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې له طلوعنیوز خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې کړې دي.
هغه ویلي، یاد کسان چې یو یې عادي کارکوونکی او بل یې اشپز و، په یوه خصوصي شرکت کې یې کار کاوه.
مجاهد زیاتوي چې دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده.
له دې مخکې ځینو رسنیو ویلي وو چې یاد وژل شوي کسان د ملي انکشاف شرکت اړوند د قوشتېپې کانال پروژې کارکوونکي وو.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن