ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه مشر زوی احمدشاه ظاهر ومړ

د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه مشر زوی احمدشاه ظاهر ومړ

author avatar
5 Jun 2024 - 12:26
د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه مشر زوی احمدشاه ظاهر ومړ
author avatar
5 Jun 2024 - 12:26

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه مشر زوی شاهزاده احمدشاه ظاهر تېره ورځ د امریکا په ورجینیا ښار کې مړ شوی دی.

د احمدشاه ظاهر وراره مصطفی ظاهر پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، تره يې چې له څه مودې راهیسې ناروغ و، له هېواده بهر وفات شو.

دغه راز، د شاهزاده احمدشاه ظاهر د خور زوی نادر نعیم هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې زما ګران ماما، د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه مشر زوی، ولیعهد احمدشاه ظاهر د ۸۹ کلونو په عمر د امریکا په ویرجینیا ایالت کې په حق ورسېد.»

د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم پر خپله اېکس‌پاڼه د احمدشاه ظاهر پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

محمدظاهرشاه له ۱۳۱۲ څخه تر ۱۳۵۲ لمریز کال پورې د افغانستان پاچا و؛ هغه د ۱۳۸۶ لمریز کال په زمري میاشت کې په کابل کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د مرنجان په تپه خاورو ته وسپارل شو.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.