Language

له هرات ښاره د سوالګرو ټولول؛ مسوولین: مستحقو سوالګرو ته میاشتنی معاش ورکول کېږي

هرات (پژواک، ۱۶ غبرګولی ١٤٠٣): مسوولین وايي چې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څه باندې ۶۰۰ سوالګر ټول شوي چې تر ارزونې وروسته به مستحقو کسانو ته میاشتنی معاش وټاکل شي.

په هرات کې د سوالګرو ټولولو کمېسیون رییس او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د مبارزې مدیر مولوي حیات‌الله روحاني وویل، تر اوسه د دغه کمېسیون له لوري د ښار له بېلابېلو سیمو څه باندې ۶۰۰ سوالګر ټول شوي دي.

د هغه په خبره، دغه سوالګر له تېرو څلورو میاشتو راهیسې راټول شوي چې سړي، ښځې او ماشومان په‌کې شامل دي او له ارزونې وروسته به مستحق کسان میاشتنی معاش ترلاسه کړي.

هغه څرګنده کړه، له غیرمستحقو سوالګرو ژمنه اخیستل کېږي چې بیا سوالګرۍ ته مخه نه کړي او د بیا ترسره کولو په صورت کې عدلي ارګانونو وسپارل کېږي.

بلخوا، د دغه کمېسیون غړی مولوي رحمت‌الله محمدي وايي چې د ټولو شوو بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ د حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابرېږي.

په همدې حال کې، د هرات اوسېدونکي د سوالګرو ټولول یو ښه اقدام بولي او وايي چې په ښار کې د سوالګرو شتون د خلکو د روحي نا ارامتیا لامل شوی دی.

د هرات ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکي محمدناصر هم د سوالګرو ټولول یو مثبت ګام بولي او وايي چې په ښار کې د زیاتو سوالګرو شتون د اندېښنې وړ دی.

هغه زیاته کړه، ځیني خلک سوالګرۍ ته اړتیا نه لري، خو دا کار یې یو عادت ګرځېدلی چې له امله یې ورځ تر بلې د سوالګرو شمېر زیاتیږي، دا د حکومت دنده ده څو له مستحقینو ملاتړ وکړي او ناوړه ګټه اخیستونکو ته سزا ورکړي.

د یادونې ده چې دوه کاله مخکې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښونې پر بنسټ، د ټاکل شوي کمېسیون تر څار لاندې په مرکز او ولایتونو کې د سوالګرو ټولولو لړۍ پیل شوې چې تر ارزیابۍ وروسته مستحقو کسانو ته د حکومت له لوري میاشتنۍ تنخوا ټاکل کېږي.