Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«اندونیزیا بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي»

«اندونیزیا بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي»

author avatar
5 Jun 2024 - 15:09
«اندونیزیا بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي»
author avatar
5 Jun 2024 - 15:09

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د اندونیزیا هېواد یوه پلاوي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاګه کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او جوماتونو شورا رییس او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر له مرستیال محمدیوسف کالا او مل پلاوي سره لیدلي.

سرچینې ویلي چې د دې لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په اړه خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلې دي او اوسمهال د دغو اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې او په کار ده دواړه هېوادونه یې د پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.

ملا برادر زیاته کړه، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره د انرژۍ، کانونو، اوبو بندونو، زېربنا، صنعت او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي او اندونیزیايي پانګوال کولای شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه زیاتوي، اسلامي امارت پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

خبرپاڼه کاږي، د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او جوماتونو شورا رییس او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر مرستیال وویل چې دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاګه کړي.

نوموړي ویلي، اندونیزیا بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي او اندونیزیايي پانګوال لېواله دي چې د افغانستان کانونو استخراج برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه اندونیزیايي اقتصادي پلاوی کابل ته راشي او دلته به بېلابېلو برخو کې د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه له افغان لوري سره بحثونه ولري.

په پاى کې دواړو لورو د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او تعليمي برخو کې د اړیکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.