کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په ارزښت، د کابل – کندهار لویې لار د پاتې چارو بشپړولو په ګډون ۱۴ بېلابېلې پروژې منظور شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه جوړه وشوه.
سرچینې لیکلي په دغه غونډه کې له اجنډا سره سم ۲۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو.
خبرپاڼه کې راغلي، همدا راز ملي تدارکاتو ریاست ته دنده وسپارل شوه، څو د یوې پروژې قرارداد بیا ځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د دوو پروژو قراردادونه بیا په هراړخیز ډول وارزوي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په مختلفو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن