کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): کرکټ بورډ وایي چې د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د میرویس نیکه جام د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ د بست لوبډلې له خوا د لومړي مقام په خپلولو پای ته ورسېدې.
د کرکټ بورډ کورنۍ څانګې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ سیالۍ چې هر کال د هېواد د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، سږ کال په کې د بست لوبډلې لومړی مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ چې د ننګرهار په دوو لوبغالو کې د مې په ۱۷مه پیل شوې وې، پرون پای ته ورسېدې.
سرچینې ویلي، د میرویس نیکه جام سیالیو کې د هېواد د پنځو زونونو لوبډلو ګډون کړی و چې بست لوبډلې په کې د دوو بریاوو او ۶۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، مسعینک په یوې بریا او ۵۳ امتیازونو دویم او سپینغر په یوې بریا او ۵۱ امتیازونو درېيم مقامونه ترلاسه کړل.
سرچینه کاږي، په دغو سیالیو کې امو لوبډلې د یوې بریا او ۳۴ امتیازونو په ترلاسه کولو څلورم او بندامیر لوبډلې پرته له کومې بریا د ۲۷ امتیازونو په درلودو پنځم مقامونه خپل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، یادې سیالۍ کورني کرکټ ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې او پیاوړي لوبغاړي به یې د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو کې ولوبول شي.
دغه راز، په یادو سیالیو کې ارشادالدین ساپي د ۳۹۳ منډو په جوړولو لومړی، اصف موسیزي د ۳۶۹ منډو په جوړولو دویم، ضیاءالحق عیسیخېل د ۳۵۸ منډو په جوړولو درېیم، اسلام ځاځي د ۲۸۰ منډو په جوړولو څلورم او عثمان نوري د ۲۵۲ منډو په جوړولو پنځم مقامونه ترلاسه کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د توپاچونې برخه کې د مسعینک لوبډلې لوبغاړي خلیل ګربز د ۱۷ ویکټو په ترلاسه کولو لومړی، د بست لوبډلې لوبغاړي عبدالباقي پوپل د ۱۵ ویکټو په ترلاسه کولو دویم، د امو لوبډلې الراونډر جمعهګل میاخېل د ۱۴ ویکټو په ترلاسه کولو درېیم مقامونه ګټلي دي.
دغه راز، د مسعینک لوبډلې ښيلاسي چټک توپاچوونکي اکرام مومند د ۱۳ ویکټو په ترلاسه کولو څلورم او د بست لوبډلې چپلاسي چټک توپاچوونکي بشیراحمد افغان بیا د ۱۲ ویکټو په ترلاسه کولو په پنځم مقامونو کې راغلي دي.
د یادونې ده، په یادو سیالیو کې له پنځو زونونو د کورني کرکټ قرارداد لرونکي، د لومړۍ او دویمې درجې ولایتي سیالیو او د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیتلوړونې څانګې اړوند د روزنیزو کمپونو غوره لوبغاړي په کې ولوبېدل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن