ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخي: جرمني دې د افغان کډوالو اېستلو موضوع د دوه اړخیزې هوکړې له لارې حل کړي

بلخي: جرمني دې د افغان کډوالو اېستلو موضوع د دوه اړخیزې هوکړې له لارې حل کړي

author avatar
7 Jun 2024 - 15:55
بلخي: جرمني دې د افغان کډوالو اېستلو موضوع د دوه اړخیزې هوکړې له لارې حل کړي
author avatar
7 Jun 2024 - 15:55

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، جرمني دې د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د نورمال کونسلي تعاملاتو او دوه اړخیزې هوکړې له لارې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه څارې.

نوموړی وایي، هیله‌من دی چې د اتباعو د حقوقو د خوندیتوب په موخه دواړه هېوادونه وکولای شي د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې یاده موضوع په داسې شکل حل کړي چې افغان اتباع په یوه او بله پلمه له نامعلوم برخلیک سره مخ نه شي او یو درېیم هېواد ته د منل شوو کنوانسیونونو خلاف ونه سپارل شي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د جرمني په چارواکو غږ کوي چې دا موضوع د نورمال کونسلي تعاملاتو او معقول میکانېزم له مخې او د دوه اړخیزې هوکړې له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د جرمني لومړي وزیر ویلي و، هغه افغان او سوري کډوال چې په جرمونو تورن دي له دغه هېواده ایستل کېږي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.