Language

د کرکـټ شل‌اوریز نړۍوال جام؛ افغانستان سبا له نیوزلنډ سره خپله دویمه لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۸غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په لړ کې سبا له نیوزلنډ سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه سبا د نیوزلنډ پروړاندې ترسره کړي.

دغه سیالۍ په وېسټ‌انډيز کې کېږي چې د افغانستان پر وخت سهار څلور بجې پیلېږي.

همدارنګه، په شل‌اوریز نړۍوال جام کې افغانستان، نیوزلنډ، وېسټ‌انډیز، یوګاندا او پاپو نیوګیني په یوه ګروپ کې لوبېږي.

دغه‌راز، د کرکټ ملي لوبډلې د دغه جام په لومړۍ لوبه کې یوګاندا ته ماتې ورکړې ده.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې جون میاشتې په ۱۴مه خپله درېیمه لوبه د پاپونیوګیني پروړاندې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.