مزارشریف (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د ګاز پلورلو یوې هټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ماښام د مزارشریف ښار لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې په یوه ګاز پلورنځي کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې پېښو ته د رسېدنې ټیم او د امنیه قوماندانۍ اطفایې ټیم پر وخت اقدام کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د چټک غبرګون په نتیجه کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورل شوي خو د درې سوه زرو افغانیو په ارزښت نور توکي سوځېدلي دي.
خبرپاڼه دغهراز وایي، د پېښې لامل د ګاز ډبې سوري کېدل ښودل شوي چې د دوکان مالک او ورسره د سیمې ۵ اوسیدونکي هم قسما سوځېدلی او د دوکان د مالک روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP