کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د پوهنې د وزيرانو په دوېیم نړۍوال څلور ورځني فورم کې د ګډون په موخه په رسمي سفر د روسيې کازان ښار ته ولاړ.
دغه څرګندونې د پوهنې وزارت ویاند قاري منصوراحمد حمزه پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
هغه لیکلي چې په دغه څلور ورځني فورم کې به د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیبالله آغا د افغانستان د ښوونيز وضعيت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه تفصيلي وينا وکړي او هم به د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره ليدنې کتنې وکړي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن