ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان لوبغاړو د بدن ښکلا او فټنس سیالیو کې پنځه مډالونه وګټل

افغان لوبغاړو د بدن ښکلا او فټنس سیالیو کې پنځه مډالونه وګټل

author avatar
8 Jun 2024 - 18:25
افغان لوبغاړو د بدن ښکلا او فټنس سیالیو کې پنځه مډالونه وګټل
author avatar
8 Jun 2024 - 18:25

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې پنځو افغان لوبغاړو د مالدیف په کوربه‌توب د سوېلي اسیا سیالیو کې دوه د سرو زرو، دوه د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګتلي دي.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د سوېلي اسیا سیالیو په لومړۍ ورځ کې د افغانستان له لوري مسلم‌شاه فقیري او نصیب‌الله عظیمي یو – یو د سرو زرو، فرامرز اکرام‌زاده او وحیدالله صدیقي یو – یو د نقرې او شهید شهیم یو د برنزو مډالونه وګټل.

سرچینې ویلي، یو شمېر نور افغان لوبغاړي به سبا خپلۍ سیالۍ ترسره کړي.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې ۱۱ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.

دغه راز، یادې سیالۍ چې ۱۴م پړاو یې دی د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ په مالدیف کې روانې دي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.