غزنيښار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني کې د سپورټ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د شپږو ولسوالیو نیزهبازانو ترمنځ سيالۍ د قرهباغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني د بدني روزني او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د غزني د مرکز اړوند زرګرو دښته کې د مرکز په ګډون د قرهباغ، ګيرو، جاغوري، اندړو، دهیک او واغظ ولسوالیو نیزهبازانو ترمنځ سیالۍ وشوې چې د قرهباغ ولسوالۍ نیزهبازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
نوموړي وویل، په دې سیالیو کې نهه لوبډلو ګډون کړی و چې په هره لوبډله کې دوولس نیزهبازان لوبېدل.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او دې دودیزې لوبې ته د ودې ورکولو په موخه جوړې شوې وې.
ورته مهال، نیزهبازان هم په دې سیالیو کې له ګډونه خوښ دي او غوښتنه کوي چې دا ډول لوبې دې لا ډېرې شي.
د یادونې ده، نيزهوهنه د افغانستان یوه له دودیزو لوبو ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې ترسره کېږي او ډېر مینهوال لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP