کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اسلامي امارت استازي د تهران په ناسته کې ګډون نه دی او کومې ناستې چې د افغانستان په اړه جوړیږي، د نوو مکانیزمونو رامنځته کولو پر ځای دې پهکې له معمولي مکانیزمونو استفاده وشي.
ايرنا خبري اژانس پرون ویلي وو چې د افغانستان لپاره د تماس سیمهییزې ډلې دویمه ناسته د ایران په کوربهتوب د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۹مه د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړۍوالو مطالعاتو په دفتر کې ترسره کېږي.
د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا مدیر سید رسول موسوي ویلي چې د تهران ناسته به د سیمې په همکارۍ د افغانستان او سیمې د سولې، ثبات او پراختیا لپاره یو ښه پیغام ولري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ډاکټر ذاکر جلالي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د تهران ناسته، ایراني دوستانو هغه د تماس سیمهییزې ډلې په نوم یاد کړې ده، د روسیې استازي ده ناسته د مسکو فارمټ تماس ډله یادوي، چین چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د تماس له نړۍوالې ډلې سره مخالفت کړی، د ایران ناسته د مشورو لپاره یو ښه فرصت بولي، پاکستان هغه سیمهییزه مشوره بللې، که څه هم د افغانستان حکومت دې ناستې ته وربلل شوی خو ګډون یې په کې نه دی کړی.»
هغه لیکلي، ورته مهال د افغانستان حکومت هیله لري، هغه ناستې چې د افغانستان په اړه جوړیږي، باید د نوو مکانیزمونو رامنځته کولو پر خای له معمولي مکانیزمونو استفاده وشي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان حکومت د دوحې درېیمې ناستې په اړه له اړوندو جهتونو سره پر خبرو بوخت دی.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره اونۍ ویلي وو، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته د غبرګولي په ۱۹مه په ایران کې ترسره شي، کابلوف ویلي وو چې په دې ناسته کې به د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي ګډون وکړي او د دوحې د درېیمې ناستې لپاره د چمتووالي په اړه یې د اسلامي امارت له استازو سره هم خبرې کړې دي.
د یادونې ده، د افغانستان په اړه پنځمه سیمهییزه ناسته چې د مسکو فارمټ په نوم یادیږي، د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د روسیې په کازان کې ترسره شوه، په دې ناسته کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی و.
د افغانستان په اړه د تماس سیمهییزې ډلې لومړۍ ناسته د ایران په وړانډیز د ۱۴۰۲ کال په سلواغې میاشت کې په کابل کې ترسره شوې وه، په دې ناسته کې د افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو هم ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP