زنيښار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.
د غزني د زنخان ولسوالۍ پوهنې امر مولوي سیدالرحمن سعید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښوونځی د زنخان ولسوالۍ په کوتل سیمه کې د ملګرو ملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ جوړېږي.
هغه وویل چې پر دغه ښوونځي به ټولټال ۱۲ میلیون افغانۍ ولګول شي، او په درې جریب ځمکه کې جوړېږي چې شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، تشنابونه، د اوبو ذخیره کولو او برېښنایي سیسټم به ولري.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونځي د جوړېدو چارې به د وران کال په اوږدو کې بشپړې شي.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي خالقداد وویل، په سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه چې د پوهني ریاست په هڅو او د موسساتو په مالي ملاتړ یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
هغه له پوهني له ریاسته غوښتنه وکړه چې د یادې لېسې مسلکي ښوونکو، کتابونو او نورو اړینو برخو ته دې هم پاملرنه وکړي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ هم د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یادي موسسې له لوري د ۱۲ میلیون افغانیو پر لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP