لښکرګاه (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت نادعلی ولسوالۍ کې یو ۱۸ کلن ځوان اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ځوان د نادعلي ولسوالۍ اړوند لوی ماند ویاله کې د لامبو پر مهال ډوب شوی و.
هغه زیاته کړه چې د یاد ځوان مړی د بست روغتون ته لیږدول شوی و او نن یې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د والي ویاند د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د نوزاد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP