ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا او فټنس سیالیو کې درېیم مقام وګاټه

افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا او فټنس سیالیو کې درېیم مقام وګاټه

author avatar
9 Jun 2024 - 14:43
افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا او فټنس سیالیو کې درېیم مقام وګاټه
author avatar
9 Jun 2024 - 14:43

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړو د مالدیف په کوربه‌توب د سوېلي اسیا په سیالیو کې د سرو زرو د درې، د نقرې پنځه او د برنزو درې مډالونو په ګټلو سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د سوېلي اسیا ۱۴م پړاو سیالیو کې د افغانستان له لوري مسلم‌شاه فقیري په ۷۵ کیلو وزن کې د بدن ښکلا برخه کې، نصیب‌الله عظیمي د فزیک سپورټ برخه کې او نایب مبارز هم د بدن ښکلا سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې فرامرز اکرام‌زاده په ۷۰ کیلو وزن کې د بدن ښکلا برخه کې، وحیدالله صدیقي، مهدي اسلمي او ستار حسیني د فزیک سپورټ برخه کې او مسلم‌شاه فقیري بیا په ۸۵ کیلو وزن کې د بدن ښکلا برخه کې د یو – یو نقرې مډالونه ګټلي دي.

همدارنګه، په دغو سیالیو کې محمدمیرویس سخي په ۷۵ کیلو وزن کې د بدن ښکلا برخه کې، شاهد سهیم د اتلیتیک فزیک برخه کې او صفي‌الله غفاري په ۹۰ کیلو وزن کې د برنزو یو – یو مډال او احمد نوید رامین بیا په ۹۰ کیلو وزن کې د بدن ښکلا برخه کې پنځم مقام ترلاسه کړ.

د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغانستان د ۳۷۰ امتیازونو په ترلاسه کولو د اووه هېوادونو ترمنځ درېیم مقام خپل کړ.

دغه راز، هند د ۷۴۰ امتیازونو په ګټلو سره لومړی او مالدیف د ۵۰۰ امتیازونو په ترلاسه کولو په دغو سیالیو کې دویم مقام ګټلی دی.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.