Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کمال خان بند د برېښنا د تولید درې ټوربینونه چالان شول

زرنج (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د کمال خان بند درې ټوربینونه فعال شوي او ډېر ژر به له دغه بنده مرکز زرنج ته برېښنا ورکړل شي.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د کمال خان بند اوبو لګولو برخه د ۱۴۰۰ کال پّ وري میاشت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.

د نیمروز د والي ویاند عبدالرحیم ساجد نن (د غبرګولي ۲۰مه) پژواک خبري اژنس ته وویل: «د کمال خان بنده د برېښنا د تولید کارونه پیل شوي او د هغې پروژې کار چې د دغه بند برېښنا زرنج ښار ته لېږدوي هم بشپړه شوې او ډېر ژر به د برېښنا پایو غځولو کارونه هم بشپړ شي.»

هغه وویل، د کمال خان بند د برېښنا د تولید پروژې قرارداد له یوه هندي شرکت سره شوی و چې کارونه یې بشپیړ شوي، نږدې له ۶ تر ۷ میګاواټه برېښنا به تولید کړي.

نوموړی وایي چې د برېښنا د لېږد چارې د برېښنا شرکت پر غاړه دي او ژمنه یې کړې چې ډېر ژر به د برېښنا توزیع پیل کړي.

دغه‌راز د انجنیري خدماتو امر او د نیمروز ولایت د اوبولګولو ریاست سرپرست محمدنادر شمسي پژواک ته وویل: «دمګړۍ په ازمایښتي ډول د برېښنا د تولید ۳ ټوربینونه فعال شوي چې له دې برېښنا خپله د بند تاسیساتو کې استفاده کېږي، نو بناً برېښنا تر اوسه پرته له دغه بنده بل خای ته نه ده انتقال شوې.»

د هغه په خبره، د دغه بند په کاسه کې تر اوسه نږدې ۴۵ تر ۵۰ میلیون مترمکعب اوبه شته چې د ښار د خړوبولو او د برېښنا د تولید لپاره بسنه کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ټوله کې په هر ساعت کې د برېښنا د تولید وړتیا ۹ میګاواټه ده خو فعلاً ترې د اړتیا تر بریده استفاده کېږي.

هرات کې د سلما او فراه کې د بخش‌اباد لویو بندونو ترڅنګ د هېواد په لوېدیځ کې بل لوی بند کمال خان دی چې د نیمروز مرکز زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، دغه بند د هلمند پر سیند جوړ شوی او د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي، په هامون سیند ته د افغانستان او ایران ترمنځ دی بهیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.