فراه ښار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه ولایت په مرکز کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې شوې.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته استول شوې ده.
سرچینه وايي چې نن د فراه د مرکز اړوند ّه خرمالق سیمه کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو رسولو یوې شبکې چارې پيل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شبکه د څلورو میاشتو په موده کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په همکارۍ جوړیږي.
خبرپاڼه زیاتوي، یاده شبکه د ۴۰ مترمکعب اوبو په ذخیرې سره د دغه کلي ۴۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
بل لور ته، د خرمالق سیمې اوسېدونکي هم د یادې شبکې جوړېدو ته خوښ دي.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي محمدهاشم مسکینیار پژواک ته وویل چې له دې مخکې د خرمالق سیمې ډېرو اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود خو اوس د یادې شبکې جوړېدو ته خوښ دي.
هغه زیاته کړه: «دا چې زموږ په سیمه کې د اوبو شبکه جوړیږي، ښه خبره ده خو دې سیمې ته غځېدلې لار هم باید جوړه شي؛ ځکه وروستیو سېلابونو ډېره خرابه کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د یادې سیمې اوسېدونکو پژواک ته شکایت کړی و چې هېڅ ډول مخابراتي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP