Language

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې د یو ټکسي موټر چپه کېدو له امله يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګو امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پېښه تېر ماښام اووه نيمې بجې د موټر د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه پېښه د سیدباد ولسوالۍ د شنیز درې اړوند د منګلیو په سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې یوې ښځې ژوند بایللی او څلور تنه نور چې نارینه دي، ټپيان شوي دي.

سرچينه وایي، د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.