Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي: افغانستان په خپل بهرني سیاست کې په خپلواک ډول تصمیم نیسي

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر په ارزونه، محاسباتو او خپل بهرني سیاست کې په خپلواک ډول تصمیم نیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ډاکتر ذاکر جلالي دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته پرخپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

هغه ویلي: «افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د ارزونو، محاسبو او د خپل بهرني سیاست په لومړیتونو کې په خپلواک ډول تصمیم نیسي.»

هغه زیاته کړې: «افغانستان نور مسئله نه ده؛ خو له شک پرته د هر بل هېواد په څېر، په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو په څېر مسایل لري چې د هغو د حل لارې په هڅه کې دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د اسلامي امارت چارواکو د افغانستان په چارو کې د نورو هېوادونو پر نه لاس‌وهنې ټينګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.