Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندز سپین‌زر دولتي شرکت لس زره د پولینیا نیالګي وارد کړي

کندز ښار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د کندوز سپین‌زر دولتي شرکت مسوولین وايي، له ازبکستان څخه یې لس زره د پولینیا نیالګي د ترویج او نسل اخیستنې په موخه افغانستان ته وارد کړي دي.

د یاد شرکت عملیاتي مرستیال نایید فرخاري پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال یې کندوز ته د پولینیا ۱۰ زره نیالګي راوړي او پلان لري چې وروسته له څېړنې ۳۰۰ زره نور نیالګي هم هېواد ته وارد کړي او پر بزګرو او بڼوالو يې ووېشي.

هغه زیاته کړه: «موخه مو د بڼ‌والۍ وده ده، اوسمهال مو له ازبکستان څخه د پولینیا ۱۰ زره نیالګي هېواد ته راوړي او هڅه روانه ده چې ۳۰۰ زره نور نیالګي هم وارد کړو.»

د هغه په خبره، یاد نیالګي به لومړی د کندوز د سپین‌زر ریاست په څېړنیز فارم کې کېښودل شي او وروسته له څېړنې به د ترویج په موخه بزګرو ته ووېشل شي.

نوموړي وویل، دغه ونه ژر وده کوي او له لرګي څخه یې د کړکیو، دروازو او نورو برخو جوړولو په صنعت کې کار اخیستل کېږي.

بلخوا، د کرنې د چارو پوه غلام‌سخي احمدي د پولینیا نیالګيو ترویج د بزګرانو د اقتصاد په وده کې اغیزناک بولي او زیاتوي، دغه نیالګی د کوکنارو غوره بدیل ګرځیدلی شي.

کندوز کې یو شمېر بزګر هم د سپین‌زر شرکت له دې اقدامه خوښ دي.

د عبدالخالق په نوم یو بزګر په دې اړه وايي: «د دې ونې ښه‌والی دا دی چې ژر وده کوي او له لرګي څخه یې په ترکاڼۍ او نورو شیانو کې کار اخیستل کېږي.»

د خان‌محمد په نوم یو بل بزګر په دې اړه داسې وايي: «موږ خوښ یو چې دا نیالګي بزګرو ته ورکړل شي، باید د کوکنارو پر ځای بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او ګټور نیالګي ورکړل شي.»

د کندوز د سپین‌زر دولتي شرکت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د پولینیا نیالګیو ترڅنګ یې له بهره د جغندرو، سبزیجاتو او حیواني خوړو تخمونه او د میوو نیالګي هم وارد کړي چې د یاد ریاست په څېړنیز فارم کې له څېړنې وروسته به بزګرو ته ووېشل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.