ګردېز (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتيا ولايت په ځاځياريوب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني د قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده.
د یادې جرګې یوه ګډونوال او قومي مشر رفيق پژواک ته وويل چې ۲۵ کاله مخکې د ځاځي اریوب ولسوالۍ د خیرمني په کلي کې د دوو تره زامنو ترمنځ دښمني پیدا شوې وه چې یو کس په کې وژل شوی و.
هغه وویل، نن دغه دښمني د قومي جرګې او ځوانانو په هلو ځلو حل شوه.
د يادو کورنيو په استاریتوب صاحب ګل پژواک ته وويل چې د دغې دښمنې د حل لپاره مخکې هم څو ځلې قومي مشرانو هلې ځلې کړې وې خو مثبته پایله یې نه درلوده.
ده زیاته کړه، دا ځل دغه دښمني د تل لپاره حل شوه او دواړې کورنۍ پر دې روغې جوړې خوښې دي.
دغهراز، د ځاځي اريوب ولسوالۍ مرستيال ولسوال صديقالله پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې دا ډول دښمنۍ شته چې د حل لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
هغه د جرګې له مشرانو مننه وکړه چې د دا ډول دښنميو د حل لپاره کار کوي.
د یادونې ده، تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه دا ډول دښمنۍ د قومي جرګو له لارې حل شوې دي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن