ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلام‌کلا ګمرک کې د ۲۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو تمځای جوړولو چارې پیل شوې

د اسلام‌کلا ګمرک کې د ۲۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو تمځای جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
10 Jun 2024 - 16:48
د اسلام‌کلا ګمرک کې د ۲۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو تمځای جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
10 Jun 2024 - 16:48

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وايي، د هرات د اسلام‌کلا ګمرک کې د ۲۳۱،۸ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو تمځای جوړولو چارې پیل شوې.

د مالیې وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د موټرو دغه تمځای به پر ۳۷ جریب ځمکه په معیاري ډول جوړ شي چې د ټولو اړینو اسانتیاوو، لکه د له شنې ساحې، د اور وژنې او برېښنایي سیسټمونو څخه به برخمن وي.

سرچینې لیکلي چې د دې پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي چې د جوړولو چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د موټرو د دغه تمځای له جوړېدو سره به سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته د اسانتیاوو سربېره د سوداګریزو توکو ګمرکي مراحلو طی کولو کې اړینه چټکتیا او نظم رامنځته شي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.