ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیه قومانداني: بلخ کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي

امنیه قومانداني: بلخ کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي

author avatar
10 Jun 2024 - 11:35
امنیه قومانداني: بلخ کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي
author avatar
10 Jun 2024 - 11:35

مزارشریف (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له امنیتي کسانو سره په نښته کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ۸:۴۵ بجې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې دوه وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد غله چې ۴ کسان وو او هویت یې څرګند نه دی، د امنیتي کسانو له نوم څخه په استفادې د پلټلو په پلمه یوه کور ته یې د دننه کېدو هڅه کوله چې له امنیتي کسانو سره مخ شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو غلو له ډلې دوه یې له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوي خو دوه نور يې د پېښې له ځایه تښتېدلي او امنیتي او کشفي ارګانونه یې د پلټلو او موندلو په هڅه کې دي څو د قانون منګولو ته یې وسپاري.

خبرپاڼه دغه راز وایي چې له وژل شوو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي وو.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.